که کاروان په تورو شپو تيريګي
داسي مي اښکي په ليمو تيريګي
زړګيه راز د ميني پټ وساته
خير دي که ژوند په اسويلو تيريګي
چي يو غريب شي بل تري يار شي جدا
وايه چه څه به په هغو تيريګي
په ژوند به نه درځم چي ته خوشحاله يي
حمزه به مړ سته په کوڅو تيريګي
ورانه دا دنیا کړه ربه بله دنیا جوړه کړه
دا ډکه د غم ده یو بی غمه دنیا جوړه کړه
دلته څوک حاکم دی څوک محکوم او څوک آقا غلامنه وی
چه تضاد پکښی یوه سمه دنیا جوړه کړه
دا ده د فرعون ، هامان ، شداد او د قارون دنیا
نه وی ظلم زور چې پکښی دغه دنیا جوړه کړه
دلته خاوندان د محلونو دی خدایان ربه
بله بس د خټو بی محله دنیا جوړه کړه
وایم زه حمزه ربه په کار کښی دی کار نه لرم
هسی می خیال راغی یو بدله دنیا جوړه کړه