سپين مخونـــــــه تور کودي شي په پيرۍ کې
سم قدونه کوږ لـــــــــرګـــــي شي په پيرۍ کې
لکه شمع د سحــــــرافــــــــــــتاب د ژمــــــــــي
هم بې تاب و هم زېړۍ شي پـــــــــه پـــيرۍکې
يو طرف ته ئې سر رېږدي بل خــــــوادرومــــي
خپل صورت تمام پردی شي پـــه پـــــيرۍکې
مړ لا ښه وي پس له مرګه بيا ژونــــــدی شــي
نشته دا چې څوک زلمی شي پــــه پـــيرۍکې
که څه وخوري لـــــــــکه زهــــــرنـــــــــه درېـږي
نه څه څښئ او نه خوړئ شي پـــــه پــــيرۍکې
دا ځواني ده چې څه اورې يا څـــــه وينـــــــــــې
نه ليدی نه اورېدی شي پــــــه پـــــــيرۍکـــــې
اے رحمانه پيرۍ هــــــــسې عــــــــاجـــــــزي ده
که رستم وي زړه پرې سوی شي په پيرۍ کې