رحمان بابا پشتو غزل

چې دې زړه پورې تړلے استوار

دا جھان دې د نيکه دے که د پلار

تهٔ خپل پلار و نيکه وګورهچې څه شول

ھسې ستا دے ھم په دوئ پسې رفتار

تل وړمبے د ورستي پل دے پرې تيريږي

کړے نه دے چا په پل باندې قرار

ھسې نه چې زه يوازې تاته وايم

راغله لاړه ستا په طور صد ھزار

دعوې مه کړه په ناحق به ئې خپل نه کړې

پردے ښھر پردے ملک پردے ديار

چې استوګنه په پردي وطن کښې کا

ندي ھغه نه لري د ھيڅ واک و اختيار

که ھزار قسمه وخوري په يو کار کښې

نه کا څوک په مسافرو اعتبار

چې سبا شګفته کيږي ماښام رژي

څه اميد دے په ګلونو د ګلذار

که دې ورور که دې عزيز وي که دې يار

ويمه ئې ورور مه ئې عزيز ګڼه مه يار

چې پيدا شي ھمګي واړه فنا شي

اے رحمانه دا جھان دے دا ئې کار