رحمان بابا غزل

چې نظر کړم په قسمت او په نصيب

راته ھيڅ شي خپل تالاش و خپل ترتيب

مګر خود پخپله خدائ د چا طبيب شي

ګڼه نشته په جھان کښې بل طبيب

راڅرګند دے سود و زيان د رقيبانو

که خدائ نه کاندي خپل يارد چا رقيب

چې خپل يار د چا رقيب شي مثال دا دے

لکه څوک چې په وطن کښې شې غريب

چې غريب شي په وطن کښې فرق ئې نه وي

که فرسنګ ئې وي ترميانه که جريب

ما په عشق کښې ھيڅ حاصل نه کړه

بې غمه ھر چې وائي واړه ښه وائي اديب

دشمن ھم د سړي کله کله دوست شي

دوستي نه کا د رحمان سره حبيب