ژونددډمې يارانه ده
بې يقينه بې باوره
تښتېدلى دى دوزخ ته
ستابشر،ستاله بشره
هر ښايست مې خپل نظردى
زه خالق يم درنګونو
ژوندجنت كړم،ژونددوزخ كړم
په زوال ،په اميدونو
وخت مې پښوكې پروت كودى دى
رفعت وينم په خوبونو
جام تشيږي،جام ډكيږي
له ګناه اوثوابونو
نه په ګرانه باندې جوړشو
نه فناشولوپه ګرانه
بادشاهي په ديدارستاده
چې هرڅه كوې اسمانه!