ده شاید شکلې غزل

د زړۀ اؤ غشي چې پۀ هر ديوال نشان جوړوي

دا لېونے جوړې تصوير د خپل ارمان جوړوي

اخر به دا ســـړے ضـرور يو انقلاب راولي

دا چې کوڅه پۀ کوڅه ګرزي اؤ ياران جوړوي

زۀ اؤ جانان د ټــولـو خلقـو نه ګيلــې نۀ کوؤ

زمونږ تر مينځه ديوالونه څو کسان جوړوي

سرۀ پـــرهـــرونه، د يو چا دسپين بدن راياد شي

چې څوک پۀ سرۀ مزي پۀ سپين رومال ګلان جوړوي

مـونږ له ناکامه دســـرونو پناه خاورو ته وړو

چې څوک له ځانه راته تندر څوک اسمان جوړوي

تۀ مې ساړۀ اسوېلي ګرمې اوښکې هیڅګڼه

خوباد اؤ باران چې سره يو ځائے شي توفان جوړوي

د اوږدو زلفـــــو سلسلو پۀ مخ اخيستے دئ شاهدا​​​​​​!!!

چرته چې کښېني نو پۀ مځکه ښاماران جوړوي