زما مینه چا سره مالومه نه شوه
چې کوم روخ به مې د روح لمبو ته نیسي
د ګلرخې فیصله مالومه نه شوه
تا زما زړه د غزل سترګو کې ولوسته
ما ته ستا د زړه کیسه مالومه نه شوه
سپوږمۍ راغله ، په وعده د کلي منځ ته
سپوږمۍ لاړه خو هغه مالومه نه شوه
زندګي د اور شغلو ویوړه شاهده
که له لمره تاویده ؟ مالومه نه شوه