"""مور""" پشتو غزل

وګوره هندارې ته خپلو سترګوکې مې وګوره

زه دزمانې قانون کې ولی ګنهګاره يم

!دوې خو دريا لپاره سل ځله توبې کوي

زه يمه دخدای بنده پيدا دخدای دپاره يم

ماپخپله غيږ کې انسانان اونابغان لوې کړ

خيرکه زه نن موريم

خودټولونازورداره يم

راشه دزړه خونې ته يوپل دمحبت واخله

زه دانسان مور يم حقيقت لره هنداره يم

يوځلې دعشق په نوم ډيوه دمحبت شومه

اوس خو زه پوهيږم چې رڼا دچادپاره يم

ماته خلک زر وايي دزرقدر زرګر سره

مينه يمه عشق يمه دسولې طرفداره يم

وياړمه چې ښځه يم

زه مور دانسانانو يم

زړونوباندی ګرځمه

ترټولوزه هوښياره يم