مــا خو توبه وکـړه، که زړه غــم راســره مــــل شي
عشــق دے چې هميــش يې په توبـه باندې يرغل شي
ډېــر کاندي فکـرونـــه، دا ســړے په ډېـــر رنګونــــه
کاشکــې د چـــا چــارې په دا خپل فکـــر فيصـل شي
څــو وايـې پنــدونـــه، درومـــه اے نصيـحت ګويــــه!
زه څـــه هغـــه نـــه يـــم چـې ومــا وتــه اټـــکل شي
کار د عـــاشـقـيــــه څـــه اســــان او سهـــل نـــه دے
اوس چې پښېـمانـــي کــړې دلـــه! دا فکــر اوّل شي
زهــد پــه لاس واخلــم، چـې بـه نـه ګـــورم دلــــبر ته
خيــــال يـې د زلفينــــو راتـه بيـــا د زهـــد غـــل شي
زه وايـــم کـــه تـــل د ښـــايستــــه وو ننــــداره کـــړم
شــــرم د پيـــريــــې تــــر دا منــځ راتــــه خـلــل شي
اور د محبت دے چــې زمـــا پــه زړه کښــې بــل شــو
ګــوره پــه دا اور بــه اور پـــه څو ځايـه نــور بــل شي
نــه رسـي تـر يـــاره هــر چـې ډېـــرې انـدېښنـــې کا
نـورې قيصــې پرېــږده، د عشــق کار پـه تـــوّکل شي
ګــډ شــم پـه ګلشــن کښې، لمــن ډکه کــړم لـه ګلــــو
بيــا بېخــوده لاړ شـــم، واړه ګل راڅخــــه تـــل شي
هــر چـې بد غليم دے ګرفتــــار په عــاشقـــۍ شـــه
اور يــې پيـــدا نــه، ولـــې د دهسيـنـــه منـقــــل شي
هومـره د خوشـحال خټک تقـوا، زهـد و پرهېــز شتـه
ستـــا چې نورې زلفــې په سپين مخ باندې ولــول شي