Skip to main content
Pashto Proverbs دپښتو مثالونه
- خپل کار سره کار لره
- داسې متل نشته چې رښتيا نه وي
- وخت د هر غم دوا دى
- تللى وخت بېرته په لاس نه راځي
- عزت کوه عزت به دې کېږي
- شتمنه ښځه به درنه غلام جوړوي
- دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
- کار په کولو کېږي
- د طاقت نه مهارت ښه دى
- چې نۀ وي آدم خان ،تل به يي مري اوښان
- چي وې غواړي په خوله ، نو خورې به ئې په څه ؟
- خدای شړلی نه سميږي
- چي کرې هغه به رېبې
- چي مور ئې بټياري وي ، زوی ئې نه فتح خان کيږي
- چي نه کار په هغه دي څه کار ؟
- چي ډيری سي ، مرداری سي
- چي څوک دي ونه پوښتي مه ګډيږه
- پنډ ئې مه ګوره، ايمان ئې ګوره
- خنداپسې ژړاشته
- دخيرپه غونډۍ ناست دى
- داولادبد چاته نه ښكاريږي
- دبلي ونې سوري ته نيالګى نه غټيږي
- دپخلادښمن نه ځان ساته
- کہ دشمن د گیدڑ ھم وی تابع د زمری ورتہ نیسہ
- دبل په اوږومياشت ګوري
- دبادام په شان مې زړه سورى سورى دى
- داګز دا ميدان
- داسې دى چې په ژبه خلك څټي
- خر يار کړه ، مطلب پرې بار کړه
- خپل عيب د ؤلي منځ ، د بل عيب د کلي منځ