| اب کوثر جانانه راشه | د بېلتانه پۀ سفر ځم تږی بۀ شمه
|
| اب و دانه مې شوه تمامه | ليلا په زړه راکړل د تورو گوزارونه
|
| الله دې تا په چا مين کړي | چې تن دې روغ وي زړه دې پټ کوي دردونه
|
| الله درې ژر تياره ماښام کړي | چې کچکول واخلم د يار در ته ودرېږمه
|
| اباسين بيا پۀ څپو راغی | پۀ سر يې راوړۀ سپينې خولې زېړ پېزوانونه
|
| اباسين بيا څپې څپې دی | هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه
|
| اباسين راغی غاړې غاړې | پۀ سر يې راوړۀ کشميري د خيال شالونه
|
| اپت وهلي کښت ته راغلم | نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه
|
| اټې اټې زلفې دې توی شوې | د پا غوندې پۀ دود دې سر سپين شومه
|
| اجر و جزا د عمل حق ده | څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي بۀ وړينه
|
| احمده خدای دې جنتي که | تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه
|
| اختر به بيا وطن ته راشي | زړګيه تللی جانان بېرته نه راځينه
|
| اختر پرون ؤ پرون تېر شو | دا د دامان کوترو نن سرۀ کړۀ لاسونه
|
| اختر پرون تېر شو عالمه | د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه
|
| اختر په منډه منډه راغی | نه مې نتکۍ شته د نه د غاړې تاويزونه
|
| اختر پۀ ټوکو ټوکو راغی | نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه
|
| اختر پۀ ورځ دې سينګار کړ | څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه
|
| اختر ته ډېره خوشالېږم | زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينه
|
| اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي | دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه
|
| اختر د واړو مبارک شه | دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه
|
| اختر دې تا ته مبارک شي | چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
|
| اختر له تا سره ښایېږي | نور خلک خوشې د اختر تپوس کوينه
|
| اختر نژدې دی روژه لاړه | ليلا بۀ چاته سرې منګلې ښکاروينه
|
| اختر نژدې دی ياره راشه | مبارکي بۀ يو وبل ته ورکوونه
|
| اختره ستا د برکته | د جنکو په سينه زانګي زيړ ګلونه
|
| اخر به مرم پاتې بۀ نه شم | ته چې دا سپينه سينه ږدې پۀ دېوالونه
|
| اخر بۀ پاتې شې ميدانه | مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه
|
| اخر بۀ خاورې شې بدنه | که دې هر څو پر وطنو وګرزومه
|
| اخر بۀ خاورې شې جانانه | ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه
|
| اخر بۀ خاورې شې صورته | که دې هر څونه پۀ زربفتو کې ساتمه
|
| اخر بۀ دا دنيا شي ورانه | تر خاورو لاندې بۀ شي ښکلي بشرونه
|
| اخر بۀ کند کچکول راواخلم | چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه
|
| اخر بۀ مرم پاتې بۀ نه شم | که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه
|
| اخر بۀ وران شې پېښوره | د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه
|
| اخر ته داسې درته وايم | اجازه واخله چې جوړه کابل ته ځونه
|
| اخرنی ځای دې لحد دی | ظالمه مه کوه پۀ ما ډېر ستمونه
|
| اخيري ورځ ده راته ګوره | بيا به د يو بل د ليدو ارمان کوونه
|
| ادکې مورې څراغ بل کړه | د مومن خان پۀ وينو سرۀ شول بالښتونه
|
| اذان پۀ ځنډ کوه طالبه | زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه
|
| ارام د زړۀ مې پرې و نۀ شو | که مې له سرو سترګو ويني تويومه
|
| ارمان ارمان تېره ساعته | پيدا به نشې که ملنګ درپسې شمه
|
| ارمان ارمان خپله وطنه | د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه
|
| ارمان ارمان د دا دا کوره | د ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه
|
| ارمان ارمان دی لويه خدايه | چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه
|
| ارمان به وکړې وخت به تېر وي | بيا به وطن راپسې ګورې نه به يمه
|
| ارمان به هلته زما درشي | چې سور پالنګ درته يوازې پاتې شينه
|
| ارمان به هلته زما درشي | چې کټ مې واخلي تورو خاورو ته مې وړينه
|
| ارمان به هلته زما درشي | چې مې ځوځان په قبر وسپړي ګلونه
|
| ارمان به هلته زما درشي | چې مې د سخات پيسو ته ونيسې لاسونه
|
| آسمانه درز وهه راولېږه | په ما قيامت دی چې په ټولو قيامت شينه
|
| اسماني تندر شوې جانانه | په ما راپرېوتي ذرې ذرې دې کړمه
|
| امانتي مې ګور کې کېږدئ | که اشنا راشي ما به خپل کلي ته وړينه
|
| آواز يې اورم کتی نشم | په ښاپېرو مې سر و کار دی وبه مرمه
|
| اوبه د بر ګودر خوږې دي | زه د جانان لپاره کوز ګودر له ځمه
|
| اوبه د کوز ګودر خوږې دي | لیلا د يار لپاره بر ګودر ته ځينه
|
| اوبه دکوز ګودر خوږې دي | زه د مين د پاره بر ګودر ته ځمه
|
| اوبه دهر ګودر خو ږې دي | جانانه ستا لپاره کوز ګودر ته ځمه
|
| اور چې بليږي اخر مړ شي | د مينې اور سړی تر عمره سوزوينه
|
| اوښکي مې سيند غوندې بهيږی | بیا به د سيند د غاړی نهکوم سيلونه
|
| اول به ته ورته حيران شې | که مې ښکاره کړه د زخمي زړګي داغونه
|
| اول به کله کله غم و | اوس مې دوتر شو کروندې پکې کومه
|
| اول دې ويل چې رامين شه | اوس راته وايې چې خپل کار کوه مينه
|
| اول مې فکر درته نه و | اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دينه
|
| ايمان دې ښه راته معلوم دی | په رواجي برېتو دې مه وهه لاسونه
|
| بابا ته لاړې سوال دې وکړو | په زړه دې زه وم که دې نور کول سوالونه
|
| بابادې ماوژلی نۀ دی | چې راته نيسې دزړې ولې بندونه
|
| باباکوچيانوته مې ورکړه | چې تورپېکی مې دنښتروبادوهينه
|
| باباګلان دباغه راوړه | زۀ يې پېيمه جوړومه امېلونه
|
| بابامې نۀ درکوي ياره | لاړشه باباباندې مې وکړه تاويذونه
|
| باباولي پرکندهاردی | زماجانان يې وزيارت ته تللی ونه
|
| بابوټيکس دې بېرته واخله | زۀ مې شيرين جانان دکن ته نۀ لېږمه
|
| بابوټيکس دې بېرته واخله | مامروراشناپخلاکړبېرته ځينه
|
| بابوکره زموږ وطن دی | جندوله تاته سلامي راغلی يمه
|
| باتۍ دتېلوپۀ زورسوځي | ماته ديارغمونه اورشول ويې سومه
|
| باچارخصت راکه چې ځمه | چې پۀ وطن موغنم زېړ لويې کومه
|
| باچاهي تخت مې پۀ کارنه دی | جانان بۀ لوکازۀ بې وږي ټولومه
|
| باد د جنت پکې لګيږي | د غرمې خوب د شاليلا دېرې ته وړمه
|
| باددبهۍ پۀ کې لګېږي | دغرمې خوب بۀ دليلادېرې ته وړمه
|
| باددپغمان له لورې راغی | زمادياردزلفوبوی ماته راوړينه
|
| باددخوتن دی راالوتی | ياعنبري زلفې جانان سنبالوينه
|
| باددې پلوله مخه يوسه | چې ګلابي مخ دې پۀ سترګوووينمه
|
| بادسبازماقاصد شه | زماشيرين اشناته يوسه سلامونه
|
| بادسبايارمې ويښ نه کړې | دسهارخوب پرهلک ډېرغالبه وينه
|
| بادمې ديارله لورې راغی | پۀ وازه خوله به يې کوګل ته تېرومه
|
| بادنن له پاسه که ښکې دی | بوی دجانان مې پۀ دماغ ولګېدنه
|
| باده پربادمې سلام وايه | پرهغه بادچې داشناپۀ لورې ځينه
|
| باده په باد مې سلام وايه | په هغه باد چي د جانان په لورې ځينه |
| باده دخدای روی مې دروړی | ژرراته وايه ګران زړګی څۀ حال لرينه
|
| باده ديارحالونه راوړه | ظالمان شته دي ماويارته نه پرېږدينه
|
| باده ديارله لورې راشه | ماته ملهم شه چې مې جوړشي پرهارونه
|
| باده سلام پۀ جانان وايه | هغه سلام چې باده تا راوړی ؤنه
|
| باران داوښکومې ورېږي | بې نيازه يارراته پۀ زړۀ راکړل زخمونه
|
| باران که اوري باک يې نشته | واورې دې نۀ اوري چې لارې بندوينه
|
| بارانه ورو ورو واورېږه | دمسافرجانان مې نشته دالانونه
|
| بارانه ورو، وروپرې ورېږه | په مسافر اشنا مې نشته دالانونه
|
| بارانه ورو، وروپرې ورېږه | وړې، وړې جنکۍ غره ته تللي دينه
|
| باغ ته دې تګ مناسب نۀ دی | ګلان شرمېږی مخ پۀ پاڼوپټوينه
|
| باغ چې دزاغ پۀ حواله شي | بلبل نری فريادکوي له باغه ځينه
|
| باغ له دې تله مناسب نۀ دي | پخپله ګل يې ګل دې ستاسلام کوينه
|
| باغچه پۀ ګلوښه ښکارېږي | لکه دپېغلې سينه ډکه پۀ ګلونه
|
| باغچې دګلوشوې سمسورې | باغوان وختي لښتي پر باغ تړلي دينه
|
| باغوانه باغ مې دې خوښ نه شو | چې پۀ کې نشته درامبېل چامبېل ګلونه
|
| باغوانه پاڅه چې سهار دی | ګلان دتندې درته خواست داوبوکړينه
|
| باغوانه ورشه باغ سوتره که | سبادرځمه دګلاب سيل بۀ کومه
|
| باڼه دې مړه دي ښکته ګوري | لکه چې مور دې نوره کور کې بندوينه
|
| باڼه دی ورو جګ کړه شير ينې | ما ته دی سم د زړه په سر ټو مبلی د ينه
|
| بدن درياب زړه مې ګودر دی | د غم ويلی پکې رګونه تللی دينه
|
| بړستن دې واغوسته ويده شوې | په زړه دې نشته د شرين جانان غمونه
|
| بله ډيوه شه راته کښېنه | زه دې پتنګ ستا د ديدن راغلی يمه
|
| بنګړو دې نيمه شپه کې شرنګ کړو | زه دې بهر تمبو ته لاس په نامه شومه
|
| بنګړي نيم ښکته کړه نيم پورته | چې په خالي مړوند دې سر ولګومه
|
| بوټي راټول کړئ اور پرې بل کړئ | زموږ دستور دی په رڼا خوله ورکوونه
|
| بورا به خدای په گلو موړ کا | باغوانه ستا نيمګړی نيت مې ژړوينه
|
| بيا به پدې کلي رانشم | د کلي مينځ د لېونۍ ورسېدنه
|
| بيا به د کلي په منځ نه ځم | د کلي منځ دلېونۍ ورسېدنه
|
| بيا به ديار کلي ته نه ځم | په خندا لاړ شم په ژړا بېرته راځمه
|
| بيا به دې نوم په خوله وانخلم | بېګاه دې مور له دروازې شړلی يمه
|
| بيا به نرۍ جامې ونکړم | باران لمده کړم اشنا ټوله وليدمه
|
| بيلتونه چيرته چې ځی لاړ شه | ګودر ته مه ځه چې بې تا پاتی شينه
|
| بې غېر له تا مې عمر ګران دی | زه به دا ګران عمر تر کومه تېرومه
|
| بې ننګه ننګ راباندې وکړه | سبا مې ستا په سر پانسۍ ته خېژوينه
|
| بې وفا هله راته وايه | چې ته لوګی شې زه لمبه نه شم مينه
|
| بېګا مې مړ په خوب ليدلی | سبا مې سرو شونډو پتري نيولي وونه
|
| بېګاه په خوب کې ژړا راغله | د مينې يار مې در په در غواړي خيرونه
|
| بېلتون په هر چا مېلمه کيږي | ماته چې راشي نو کلونه تېروينه
|
| بېلتون د خلکو د خندا کړم | ځکه هر وخت گرېوان شلېدلی گرځومه
|
| بېلتون دې قدر رامعلوم کړ | اوس به سلام په دوه لاسه درته کومه
|
| بېلتون يواځې په ما ندی | بېلتون شمال دی هره پاڼه رپوينه
|
| بېلتون يوازې په ما ندی | د بېلتانه د لاسه ډېر فرياد کوينه
|
| بېلتونه راشه ستړی مه شې | زړه مې پښتون دی مېلمه نه خفه کوينه
|
| بېلتونه کور دې راته ښايه | د زور دې نه يم ننواتې به درځمه
|
| بیا به منګی ته ګو تی نه کړم | مور د ګودر د تلو نه ما منعه کوينه
|
| پاچائي تخت مې پۀ کار نۀ دی | جانان دې لوکړي زۀبۀ وږي ټولومه
|
| پاچائي تخت مې پۀ کارنۀ دی | مادې ديارلۀ څنګه نۀ جداکوينه
|
| پاس پراسمان راشه رامداره | داسمې لارې راڼېزونيولې دينه
|
| پاس پراوږودې منګی مات شه | چې دسينې پۀ خوړ دې راشي سېلابونه
|
| پاس پربام مه خېژه کوترې | پورته اسمان کې بۀ شين لمرشرمنده شينه
|
| پاس په کمره ولاړه ګله | نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه
|
| پاس په ګودر د پيغلو جنگ شو | د سور سالو مير منې ما تې ګډوينه
|
| پاس په ګودر ولاړه ګله | يا به دې راوړم يا به مړ درپسې شمه
|
| پاس په ګودر ولاړې ګله | نصیب د چا يې او به زه در خيژومه
|
| پاس په هوا راشه جانانه | لارې کوڅې د غمازانو ډکې دينه
|
| پاس په هوا راشه جانانه | د ګودر لاري راڼيزو نیولی دينه
|
| پاس پۀ اسمان کې ډزې وشوې | چاويل ملوک دی دبدرۍ سلام ته ځينه
|
| پاس پۀ اسمان کې ستوري ښکاري | اشناويدۀ دی مايې وکړل ديدنونه
|
| پاس پۀ اسمان کې ستوری زۀ وای | نجلۍ وېده وای مايې وکړای ديدنونه
|
| پاس پۀ اسمان کې ګړزهارشو | جينکۍ ژاړي کشمالې ږاۍ وهينه |