اول شکر کړم ، په دې چې مسلمان یم ...
پس له دې نه ، په دې خوښ یم چې افغان یم..
خدایه ،ستا د کوم نعمت شکر ادا کړم..
چې پښتون دې نوملای په جهان یم...
افغان يم زه څوک دکوم ملیت دکوم زبان یمه زه؟..
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه..
پښتون دی که تاجک که هزاره ددی..
وطنازبک نورستانی که پشه ای دی یا ترکمن ددی ...
خاوری بیان دی سره یو مو دی مدفن تاریخ یم ...
جوړونکی دزمان یمه زه
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه
دښمن مو په نفاق کی یو تر بله بیلویپه ..
رنګ رنګ دسیسوموپه خپل مینځ کی جنګویپه..
حیله او نیرنګ موپه قومو جلا کویا..
وس پوه زه د دشمنپه بد ګمان یمه زه...
بس دومر درته وایم چه افغان یمه زه ..
د توری په میدان کی هردښمن پدی پوهیږی..
افغان باندی په زور او زیاتی کله کلی کیږی..
خصلت مودمیړانی دیپه دی
هرڅوک پوهیږی په عزم، اراده کی با ایمان یمه زه...
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه..
راځی ای خوږو ورونو چه وطن سره اباد کړو..
په پوهه هوښیاری باندی دا خپل غلیم برباد کړو..
پیشرفت او ترقی ته افغانی عزم بنیاد کړو...
بیا سولی ورورولی ته ارمغان یمه زه..
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه...