ده پشتو غزل

زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئ

زما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ

د پاکې مينې ګناه کارو چی منکر پرې نشئ

د رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ

په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو

زما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ

زما په لاسو کې په پښوکې ديوتاګانو

د وختد زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئد ځنځيروولیکئ

نو خالقانو ـــ د وحشت زامنو

ما په کتار کې د ژوندون د لېونو وليکئ

ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مينوحال

د بلوچو ماشومانو د سلګو وليکئ

د آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو

اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليک