غزلې اؤ شعرونه

ته چـــــــې نه یې د ژوند کار کولای نه شم

راشــــــــــــه راشـــــــــه انتظار کولای نه شم

زندګــــــي زمـــــــــــــــــــا د وس خبره نه ده

خو مجـــــــــــــبور یمه انکار کولای نه شم

مخامخ راته قاتــــــــــــــــــل د سر ولاړ دی

خو انســـان دی پرې ګوزار کولای نه شم

سلامـــــــــــت ګـــــودر  به رانه غواړي

زه ســـــــــــودا د یـــــــو چنار کولای نه شم

پټه مینه مې هــــــــــــــــم داسې پټه ښه ده اي شاهدا!!!

زړه مې غواړي خو اظهار کولای نه شم