هسې ژاړمه گرځيږم ستا په ياد كې
نوم مې پاتې نور وركيږم ستا په ياد كې
كه مې ګورې نو وعده راسره كيږده
نور نو زه هم ډېر ژړيږم ستا په ياد كې
يوه لحظه به د ژوندون په دې دنيا وي
ګوره خاورې ايري كيږم ستا په ياد كې
ز ه خو خوښ وم چې وم ورك له دې دنيا نه
شاهده تا پسې كړيږم ستا په ياد كې