""مرگ"" غنی خان غزل

                     ، مرګ ،

                 ,,,,غني خان،،،

سازداسې اوازدے ښکاره پټ کړی پټ ښکاره کړی

تورې خټې واخلی ترينه جوړه مناره کړی

قبرباندې شال يوداطلس د بخمل واچوی

لاس کې دانسان لمحې دمرګ واجل واچوی

خومرګ دې پرده پوش

کړی دادم زوال دهوشه ورک

مرګ هغه خزان دے چې ګل

کړی دګل فروشه ورک

مرګ ګواه درب دمينې رحم دانسان سره

مرګ يوه وعده دسپرلی شوې دخزان سره

ژوند يوڅاڅکے مينه ده دمينې ننداره کړی

تورې خټې واخلی ترينه جوړه مناره کړی

سازدځوانۍ غشے دے دمرګ سره دجنګ قيصه

داده دانسان دزغرې تورې اوتفنګ قيصه

داده دغلام دفخرکبراودننګ قيصه

شمع پتنګ نه دے دادستوری اوپتنګ قيصه

ژوند دادم څه دے مينه مينه دهدځان سره

خاورې دے ادم خاورې جنون سره جانان سره

مرګ لويه نيکی وه چې تاوکړه د انسان سره

مرګ ستاکورله يوړوکنې ووبه تل د ځان سره

مرګ هغه نيټه چې جانان کي ښوه دجانان سره

مرګ پټه نکاح ده د مکان دلامکان سره

مرګ کې دژوندون د درياب پټه کناره

مرګ مجبوره ځان له دخپل حسن ننداره ده

مرګ بس يوګواه زما دژوند ستا دجلال

اے عجيبه خانه دتيارې اودهلال